امریکايي محکمه: د افغانانو د کډوالۍ قضیې دې بېرته عادي وڅېړل شي

په امریکا کې یوې فدرالي محکمې د حکومت هغه غوښتنه رد کړې چې غوښتل یې د افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو د اتباعو د کډوالۍ اړوند قضیو کې د پخوانۍ پرېکړې اجرا وځنډوي.

د افغان ایواک سازمان په وینا، قاضي جان جي مک‌کانل جونیر د حکومت غوښتنه رد کړه او پرېکړه یې وکړه چې د محکمې پخوانی حکم به د استیناف پروسې تر پای پورې هم پر خپل ځای پاتې وي.

د دې پرېکړې له مخې، هغه محدودیتونه چې د ځینو کډوالۍ قضیو د پروسس د ځنډ لامل شوي وو، نور د تطبیق وړ نه دي او د دایمي استوګنې، کار جواز، پناه‌غوښتنې او تابعیت اړوند غوښتنلیکونه باید بېرته د معمول له مخې وڅېړل شي.

افغان ایواک ویلي، دغه پرېکړه د افغانستان په ګډون د ۳۹ هېوادونو هغو اتباعو لپاره مهمه ده چې د کډوالۍ قضیې یې د یادو محدودیتونو له امله ځنډېدلې وې.

د کډوالو د ملاتړ ډلې وایي، په وروستیو میاشتو کې د امریکا د کډوالۍ پروسې اړوند ځینې پرېکړې یې قانوني ننګولې دي او ټینګار کوي چې د غوښتنلیکونو ځنډول د ډېرو غوښتونکو لپاره ستونزې رامنځته کړې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا