امریکايي محکمې د ټرمپ او بيبيسي ترمنځ د بدنامولو دعوه د دوام وړ بللې ده

د امریکا په فلوریډا ایالت کې یوې فدرالي محکمې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د بيبيسي رسنۍ پر ضد د بدنامولو د دعوې د دوام اجازه ورکړې، خو د هغه د دعوې یوه بله برخه یې رد کړې ده.
د فلوریډا محکمې قاضي جفري کنټز د ټرمپ هغه غوښتنه د څېړنې وړ بللې چې بيبيسي په ۲۰۲۱ کال کې د کانګرس پر ودانۍ له برید مخکې د نوموړي د وینا دوه بېلابېلې برخې سره یوځای کړې او د وینا اصلي مانا یې بدله کړې ده.
ټرمپ د دې دعوې له لارې له بيبيسي څخه د ۱۰ میلیارده ډالرو تاوان غوښتنه کړې ده.
نوموړي د محکمې پرېکړه بریا بللې، خو بيبيسي ویلي چې له پرېکړې حیران دی او د قانوني بهیر له لارې به خپلې دفاع ته دوام ورکړي.
بيبيسي تر دې مخکې د خپرونې له امله بښنه غوښتې وه، خو د ټرمپ د دعوې د ردولو غوښتنه یې هم کړې وه.
قاضي د دعوې هغه برخه رد کړې چې پکې بيبيسي د فلوریډا ایالت د ناعادلانه سوداګریزو کړنو پر قانون په سرغړونه تورنه شوې وه.
د هغه په وینا، مستند فلم سوداګریزه وینا نه ګڼل کېږي.
قاضي ټینګار کړی چې د دعوې د دوام اجازه د ټرمپ د ادعاوو د رښتینولۍ یا ناسموالي په معنا نه ده او په دې اړه به وروسته پرېکړه وشي.

