امریکايي کانګرس غړو د قطر په پنډغالي کې له افغان کډوالو سره خبرې کړې

د افغانانو د بیا مېشتېدنې د ملاتړ سازمان (AfghanEvac) ویلي، د امریکا د کانګرس درې غړو د قطر د السیلیه په پنډغالي کې له هغو افغان کورنیو سره انلاین خبرې کړې چې امریکا ته د لېږد په تمه دي.

د یاد سازمان په وینا، دغو افغان کورنیو کانګرس غړو ته ویلي چې د سیمې د وروستیو امنیتي تحولاتو له امله د دوی اندېښنې زیاتې شوې او له امریکا یې غوښتي چې د بیا مېشتېدنې په اړه پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

راپور کې راغلي چې د امریکا د کانګرس غړو ژمنه کړې د افغانانو غوښتنې به د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره شریکې کړي.

د معلوماتو له مخې، دا مهال د قطر د السیلیه په پنډغالي کې شاوخوا ۱۱۰۰ افغانان، چې ۱۷ امیندواره ښځې هم پکې شاملې دي، امریکا ته د لېږد په تمه دي، خو د دوی د دوسیو په اړه وروستۍ پرېکړه لا نه ده اعلان شوې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا