امریکا کې پلار خپل ۱۱ میاشتنی زوی په پنجره کې ژوندی تر خاورو لاندې ښخ کړی و

د امریکا د سوېلي کارولاینا ایالت چارواکي وايي، یو پلار خپل ۱۱ میاشتنی زوی له کوره بیولی او وروسته یې په ځنګل کې د سپي په یوه پنجره کې ژوندی تر خاورو لاندې ښخ کړی و؛ خو ماشوم له پراخو پلټنو وروسته ژغورل شوی دی.
د لیکسنګټن ولسوالۍ د پولیسو مشر، جې کون، ویلي چې ماشوم کوه شارپ د سېشنبې په ماسپښین وموندل شو.
د نوموړي په وینا، ماشوم شاوخوا ۲۴ ساعته تر خاورو لاندې تېر کړي وو او د ژوند په وروستیو شېبو کې و.
پولیس وايي، ماشوم په یوه ټوټه ټوکر کې نغښتی او د سپي په پنجره کې د ځنګل په یوه سیمه کې تر نرۍ طبقې خاورو لاندې ښخ شوی و.
د پولیسو مشر ویلي، کله چې ماشوم وموندل شو، ژړل یې او د هغه غږ یې د خوښۍ وړ بللی دی.
د چارواکو په وینا، د ماشوم او ۲۵ کلن پلار، مایکل کومر، د موندلو لپاره پلټنې د دوشنبې په ماسپښین پیل شوې وې.
د ماشوم مور هغه مهال خپل زوی د پلار په ساتنه کې پرېښی و چې د یوه کار لپاره له کوره بهر تلله؛ خو کله چې بل ټاکل شوی ساتونکی کور ته ورسېد، پلار او زوی دواړه ورک شوي وو.
پولیسو د دوشنبې په شپه ناوخته د ماشوم پلار د بېټسبرګ ـ لېسویل سیمې ته نږدې وموند، خو ماشوم ورسره نه و او د هغه د ځای په اړه یې معلومات نه لرل.
د پولیسو مشر وايي، د ماشوم د موندلو لپاره نږدې ۱۰۰ ژغورونکي او بیړني مرستندویان په پلټنو کې بوخت شول.
د سېشنبې په ماسپښین د پلار کور ته نږدې په ځنګل کې د پلټنو پر مهال، د تازه اړول شوې خاورې نښې وموندل شوې چې ورپسې ماشوم په یوه پنجره کې تر خاورو لاندې وموندل شو.

