امریکا ۱۲ افغان پناه‌غوښتونکي مرکزي افریقا ته ولېږدول

د اسوشیټیډ پرېس د راپور له مخې، امریکا پرون شنبه د ۱۲ افغانانو په ګډون لسګونه پناه‌غوښتونکي د مرکزي افریقا جمهوریت ته ولېږدول.

په لېږدول شویو کسانو کې یو افغان ځوان هم شامل دی چې د محکمې له حکم سره سم، افغانستان ته یې د بېرته ستنولو مخه نیول شوې وه.

د هغه وکیلې، الما ډیویډ، ویلي چې د نوموړي کورنۍ له دې امله له ګواښونو سره مخ شوې وه چې وروڼو یې له امریکايي ځواکونو سره د کار سابقه لرله.

د محکمې په اسنادو کې راغلي چې د دغه ځوان یوه ورور له ۲۰۲۱ کال وړاندې، یعنې د جمهوري نظام له سقوط مخکې، په ملي اردو کې دنده ترسره کړې وه.

بل ورور یې، چې د پیلوټ په توګه روزل شوی و، د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته وژل شوی دی.

سره له دې چې محکمې افغانستان ته د دغه ځوان د شړلو مخه نیولې وه، امریکايي چارواکو هغه د مرکزي افریقا جمهوریت پلازمېنې بنګوي ته لېږدولی دی.

د کډوالو د حقونو یوه مدافع ساوي اروي ویلي، د پناه‌غوښتونکو لېږدوونکې الوتکه شنبه په بنګوي کې ښکته شوې او په الوتکه کې اته ایراني، یو شمېر نیپالي او نیکاراګوايي وګړي هم شامل وو.

دغه اقدام د امریکا د هغې پالیسۍ په لړ کې ترسره شوی چې له مخې یې ځینې پناه‌غوښتونکي درېیمو هېوادونو ته لېږدول کېږي؛ خو د کډوالو د حقونو یو شمېر بنسټونو په دې اړه اندېښنه ښودلې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا