امنیتي ځواکونو ۵۰ تنه د نشهیي توکو په تړاو نیولي

د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وایي، امنیتي ځواکونو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال ۵۰ تنه د نشهیي توکو د قاچاق، خرڅلاو او استعمال په تړاو نیولي دي.
د یاد معینیت د معلوماتو له مخې، عملیات په ننګرهار، فراه، جوزجان، بلخ، کندهار، خوست، بغلان، کونړ، کاپیسا، سمنګان او نیمروز ولایتونو کې ترسره شوي دي.
مسوولین وایي، له نیول شویو کسانو څخه ۷ کیلوګرامه تریاک، ۳ کیلوګرامه چرس، یوه اندازه ښیښه، ۶ لیټره الکولي مشروبات او ۱۳۶۹ دانې نشهیي ټابلیټونه هم ترلاسه شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د نشهیي توکو د تولید، قاچاق او استعمال پر وړاندې د مبارزې لړۍ په جدي توګه روانه ده او امنیتي ځواکونه به د قانون ماتونکو پر ضد خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

