اوچا: کاري فرصتونه د افغانانو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره مهم دي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې په افغانستان کې د دوامدارو بشري اړتیاوو ترڅنګ د کاري فرصتونو رامنځته کول د خلکو د اقتصادي پیاوړتیا او پر مرستو د تکیې د کمېدو لپاره مهم ارزښت لري.
اوچا په یوه پیغام کې ټینګار کړی چې د افغانانو لپاره د کارموندنې فرصتونو پراختیا کولی شي اقتصادي وضعیت ښه کړي، ټولنیز ثبات پیاوړی کړي او پر بهرنیو مرستو د خلکو اړتیا راکمه کړي.
یاد دفتر زیاته کړې چې د دوامدارو کاري پروګرامونو ملاتړ به د هېواد د اقتصادي ودې او د خلکو د ځان بسیاینې په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکو هم له نړیوالې ټولنې غوښتي څو د پراختیایي پروژو او کاري فرصتونو د ملاتړ له لارې د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا او د خلکو د ژوند د ښه کېدو لپاره عملي همکاري وکړي.

