اوکراین د روسیې پر ټرانسپورټي او لوژستیکي اهدافو ډرون بریدونه کړي

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې اوکراین د روسیې پر یو شمېر لوژستیکي او ټرانسپورټي اهدافو تازه ډرون بریدونه کړي دي. د راپورونو له مخې، په دغو عملیاتو کې پرمختللي ډرون کارول شوي چې د مصنوعي ځیرکتیا له ټکنالوژۍ څخه هم ګټه اخلي.
ویل کېږي، دغو بریدونو د روسیې ځینې اکمالاتي لارې، باروړونکي وسایط او اورګاډي زیانمن کړي او پر لوژستیکي فعالیتونو یې اغېز کړی دی. خو تر اوسه په راپورونو کې نه دي ویل شوي چې اوکراین دغه پرمختللي ډرون له کوم هېواد څخه ترلاسه کړي دي.
اوکراین تر دې وړاندې هم د روسیې پر بېلابېلو سیمو ګڼ ډرون بریدونه ترسره کړي وو، چې له امله یې مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي. بلخوا، روسیې هم په وروستیو ورځو کې د دغو بریدونو په غبرګون کې د اوکراین پر یو شمېر سیمو پراخ پوځي عملیات ترسره کړي دي.
د روسیې او اوکراین جګړه له څو کلونو راهیسې روانه ده او د نړیوالو ډیپلوماتیکو هڅو سربېره لا هم د دواړو لورو ترمنځ د اوربند او سیاسي جوړجاړي کومه روښانه نښه نه تر سترګو کېږي.

