ایراني پلاوی له سویس څخه لاړ

د ایران اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوی، چې مشري یې محمد باقر قالیباف کوله، له امریکايي پلاوي سره تر ۱۸ ساعته خبرو اترو وروسته تهران ته ستون شوی دی.
د راپورونو له مخې، د مذاکراتو لومړنی پړاو په مثبت فضا کې پای ته رسېدلی او ټاکل شوې ده چې راتلونکې خبرې اترې هم په نږدې راتلونکي کې دوام ومومي.
د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، د خبرو اترو لومړنۍ پایلې هیلهبښوونکې دي او د هېواد د اقتصادي بیارغونې او پراختیايي پروګرامونو د پیاوړتیا لپاره مهم فرصتونه رامنځته شوي دي.
بلخوا قطر او پاکستان په ګډه اعلامیه کې د مذاکراتو لومړنی پړاو رغنده بللی او ویلي یې دي چې دواړو لورو د لوړې کچې د څارنې کمېټې پر جوړېدو او د راتلونکو پړاوونو پر دوام هوکړه کړې ده.

