ایران: د امریکا بندیزونه د ټولو هېوادونو پر وړاندې د «جګړې اعلان» دی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، د تهران پر وړاندې د امریکا نوي بندیزونه یوازې اقتصادي فشار نه دی، بلکې د دغه هېواد په وینا، د ټولو خپلواکو هېوادونو پر وړاندې د «جګړې اعلان» ګڼل کېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، واشنګټن هڅه کوي خپل فرامرزي واک پر نورو خپلواکو هېوادونو تحمیل کړي.

بقایي ټینګار کړی چې هېڅ حکومت حق نه لري د نورو هېوادونو بانکونه، شرکتونه یا هوايي ډګرونه دې ته اړ کړي چې له درېیم هېواد سره له قانوني سوداګرۍ ډډه وکړي.

هغه ویلي، ثانوي بندیزونه په نړیوال قانون کې روښانه حقوقي بنسټ نه لري او د هېوادونو د حاکمیت د برابرۍ له اصل سره په ټکر کې دي.

نوموړي اقتصادي فشارونه «نړیوال جرم او له قانون سره مخالف اقدام» بللي او ویلي یې دي چې د بندیزونو له سمندري محدودیتونو سره یوځای کول د نورو هېوادونو حاکمیت زیانمنوي.

بقایي زیاته کړې، د نوموړي په وینا، د دغو فشارونو پر وړاندې تسلیمېدل به د هېوادونو ملي حاکمیت کمزوری کړي او د نړۍ په کچه به د خپلواکۍ او برابرۍ اصل له جدي ننګونو سره مخ کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا