ایران: د غنيشوي یورانیم د لېږد هېڅ هوکړه نه ده شوې

رویټرز خبري اژانس د ایراني سرچینو په حواله راپور ورکړی چې تهران له هېواده بهر د غنيشوي یورانیم د انتقال په اړه هېڅ ډول هوکړه نه ده کړې او د اټومي موضوع بحث له واشنګټن سره د لومړنیو مذاکراتو برخه نه وه.
په راپور کې ویل شوي چې د امریکا او ایران ترمنځ په راتلونکو پړاوونو کې به د اټومي پروګرام پر موضوع هم تفصیلي خبرې وشي، خو تهران ټینګار کوي چې هر ډول پرېکړه باید د هېواد د ملي ګټو او حاکمیت په چوکاټ کې وي.
بل لور ته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې له ایران سره په خبرو کې پرمختګ شوی او ژر به یې پایلې اعلان شي، خو ایراني لوری دغه ډول څرګندونې د فشار د زیاتولو هڅه بولي او د واشنګټن پر نیت شک څرګندوي.
تهران وایي، له هر ډول خبرو اترو هدف باید د متقابل احترام او د بندیزونو د ختمېدو په رڼا کې وي، نه د یو اړخیزو غوښتنو منل.

