ایران د نورستان سېلاب ځپلو سره خواخوږي څرګنده کړه

په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د نورستان ولایت او د افغانستان ختیځو سیمو د وروستیو خونړیو سېلابونو له امله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
سفارت د دغې طبیعي پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي ښودلې، مړو شویو ته یې د رحمت دعا کړې او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله څرګنده کړې ده. همداراز یې له زیانمنو کورنیو سره د همدردۍ او ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
تر دې مخکې، د پېښو پر وړاندې چمتووالي ادارې ویاند، حافظ محمد یوسف حماد، ویلي وو چې د لومړنیو معلوماتو له مخې د نورستان مرکز پارون کې د وروستیو سېلابونو له امله تر اوسه ۲۰ کسان مړه شوي، شاوخوا ۸۰ نور ټپیان دي او له ۱۰۰ څخه ډېر کسان لا هم ورک دي.
اړوندې ادارې وایي، د ژغورنې او لټون عملیات په اغېزمنو سیمو کې روان دي او هڅه کېږي چې ورک کسان وموندل شي او له زیانمنو کورنیو سره بېړنۍ مرستې ترسره شي.

