ایران: د هر ډول تېروتنې ځواب به سخت وي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، هېواد یې د سیمې وضعیت په دقت څاري او امنیتي ځواکونه د هر ډول احتمالي سناریو پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري. هغه ټینګار کړی چې ایران به د مقابل لوري هر ډول تېروتنې ته سخت او پرېکنده ځواب ورکړي.
بقایي زیاته کړې، د ایران د کنګل شویو شتمنیو ازادول او د بندیزونو بشپړ لرې کول د تهران اساسي غوښتنې دي او دا موضوع به د ایران د مذاکره کوونکي پلاوي له لوري په هر ډول خبرو اترو کې په جدي ډول تعقیب شي.
نوموړي د سعودي عربستان او قطر سره د اړیکو یادونه کړې او ویلي یې دي چې له وروستیو پېښو وروسته د ایران او ځینو سیمهییزو هېوادونو ترمنځ اړیکې اغېزمنې شوې دي او اړتیا ده چې د باور فضا بېرته پیاوړې شي.
بلخوا بقایي د کویټ له لوري د سپاه پاسداران اړوند څلورو کسانو نیول «د نه منلو وړ» بللي او ویلي یې دي چې پر یوې ایراني سرحدي کښتۍ تورونه لګول د ګاونډیتوب له اصولو سره سمون نه لري.



