ایران: له افغانستان او چین سره د ګډې ازادې سوداګریزې سیمې طرحه ارزول کېږي

د ایران اسلامي جمهوریت د سوېلي خراسان ولایت د اقتصادي او مالي چارو رییس، مرتضی ذاکریان ویلي، له افغانستان او چین سره د ګډې ازادې سوداګریزې او صنعتي سیمې د جوړېدو طرحه د اداري مراحلو په پړاو کې ده.
نوموړي د چین له اقتصادي پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، دا طرحه د درې واړو هېوادونو د جغرافیایي، اقتصادي او ټرانزیټي ظرفیتونو پر بنسټ چمتو شوې او موخه یې د خصوصي سکټور په ملاتړ د سیمهییزو اقتصادي همکاریو پراخول دي.
د هغه په وینا، ایران اسلامي جمهوریت به بنسټیزې اسانتیاوې، کاري ځواک او صنعتي وړتیاوې برابرې کړي، چین به د پانګونې، مالي تمویل او ټکنالوژۍ د لېږد برخه پر غاړه ولري، او افغانستان به د خپلو پراخو کاني سرچینو، فلزاتو او مهم ټرانزیټي موقعیت له امله په دې نوښت کې مهم رول ترسره کړي.
نوموړي زیاته کړه، ایران اسلامي جمهوریت، افغانستان او چین په وروستیو کلونو کې د سوداګرۍ، ټرانزیټ او سیمهییزو اقتصادي همکاریو د پراخولو لپاره خپلې اړیکې لا پیاوړې کړې دي او دغه طرحه هم د همدې همکاریو د پراختیا یو مهم ګام ګڼل کېږي.

