بدخشان کې د ۵۰ زره ډالرو په لګښت د اوبو زېرمتون جوړېږي

د بدخشان ولایت یاوان ولسوالۍ په ایور بالا کلي کې د ۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د څښاک اوبو زېرمتون جوړولو چارې پیل شوې دي.
د یاوان ولسوال عبدالمنان مخلص وایي، دغه پروژه د «کنسرن» ادارې له لوري پلې کېږي.
نوموړي زیاته کړې چې د پروژې له بشپړېدو سره به د ایور بالا کلي اوسېدونکي پاکو اوبو ته اسانه لاسرسی ومومي.

