بدخشان کې ۷۰۶ کیلوګرامه نشهيي توکي کشف او ضبط شول

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ویلي، د بدخشان ولایت په درایم ولسوالۍ کې یې ۷۰۶ کیلوګرامه نشهيي توکي کشف او ضبط کړي دي.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه عملیات د درایم ولسوالۍ د شهر سعادت په سیمه کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو له لوري ترسره شوي دي.
سرچینه زیاتوي، د دې قضیې په تړاو دوه کسان نیول شوي او له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وروپېژندل شي.
د کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزه په جدي ډول روانه ده او هیچا ته به د دغو توکو د تولید، قاچاق او کاروبار اجازه ور نه کړل شي.
د یادونې وړ ده چې اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشهيي توکو پر کښت، تولید او قاچاق بندیز لګولی او په بېلابېلو ولایتونو کې یې د دغو توکو ګڼې کارخونې هم له منځه وړې دي.

