برلین کې د افغان کډوالو د ایستلو پر ضد لاریون وشو

بهرنیو رسنیو راپور ورکړی چې د پښتون‌ژغورنې غورځنګ غړو په جرمني پلازمېنه برلین کې لاریون کړی او له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه یې غندلې ده.

لاریونوالو له جرمني حکومت غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو پر پرېکړه له سره غور وکړي.

دوی همداراز د افغان کډوالو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې د پناه غوښتنې او استوګنې قضیې یې باید د بشري حقونو او قانوني اصولو له مخې وڅېړل شي.

په وروستیو میاشتو کې له جرمني څخه د افغان کډوالو د ایستلو موضوع یو ځل بیا ګرمه شوې او ځینو بنسټونو پرې نیوکه کړې ده.

جرمني هغه هېواد دی چې په وروستیو کلونو کې یې د افغان وګړو له لوري د ترسره شویو ځینو امنیتي پېښو په تړاو د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی دی.

په همدې حال کې، له جرمني او یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر هم په وروستیو کلونو کې زیات شوی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا