برلین کې د افغان کډوالو د ایستلو پر ضد لاریون وشو

بهرنیو رسنیو راپور ورکړی چې د پښتونژغورنې غورځنګ غړو په جرمني پلازمېنه برلین کې لاریون کړی او له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه یې غندلې ده.
لاریونوالو له جرمني حکومت غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو پر پرېکړه له سره غور وکړي.
دوی همداراز د افغان کډوالو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې د پناه غوښتنې او استوګنې قضیې یې باید د بشري حقونو او قانوني اصولو له مخې وڅېړل شي.
په وروستیو میاشتو کې له جرمني څخه د افغان کډوالو د ایستلو موضوع یو ځل بیا ګرمه شوې او ځینو بنسټونو پرې نیوکه کړې ده.
جرمني هغه هېواد دی چې په وروستیو کلونو کې یې د افغان وګړو له لوري د ترسره شویو ځینو امنیتي پېښو په تړاو د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی دی.
په همدې حال کې، له جرمني او یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر هم په وروستیو کلونو کې زیات شوی دی.

