برېښنا شرکت له «اېم پیسه» سره تړون فسخ کړ

د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی چې له یوې الکترونیکي مالي ادارې سره یې تړون فسخ کړی او له دې وروسته هېڅ شخص یا استازی نه شي کولی د یادې ادارې په استازیتوب د برېښنا بلونه او نور مالي لګښتونه راټول کړي.
د شرکت ویاند محمد صادق حقپرست له ټولو پېرودونکو غوښتي چې د یادې ادارې له نوم سره تړلو مرکزونو ته د برېښنا د بلونو پیسې ورنه کړي او له احتیاط څخه کار واخلي.
نوموړي ټینګار کړی چې له دې وروسته د یادې الکترونیکي لارې له لارې د ترسره شویو هر ډول مالي تحویلیو مسوولیت نه مني او پېرودونکي باید د برېښنا بلونو د ورکړې لپاره له رسمي او منظور شویو لارو چارو استفاده وکړي، څو د احتمالي ستونزو مخه ونیول شي.

