بغلان کې ۱۲۰ اړمنو کورنیو ته د کار په بدل کې نغدي مرستې پیل شوې

د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ په انارخېلو کلي کې ۱۲۰ اړمنو کورنیو ته د «کار په بدل کې نغدې پیسې» پروژه پیل شوې ده.

د بغلان ولایت مقام رسنیز دفتر ویلي، پروژه د افغاني سرې میاشتې له لوري، د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ پلې کېږي او له مخې به یې ۱۲۰ اړمنو او زیانمنو کورنیو ته د ۳۰ ورځو لپاره لنډمهاله کاري زمینه برابره شي.

په دې پروژه کې کارکوونکي د اوبو کانالونه پاکوي، کوچني بندونه رغوي او اوسپنیزې دروازې او بلولونه نصبوي.

مسوولین وايي، پروژه له یوې خوا اړمنو کورنیو ته لنډمهاله عاید برابروي او له بلې خوا د اوبو عامه تاسیساتو پاکولو او بیارغونې ته زمینه برابروي.

د پروژې له بشپړېدو سره به د سیمې یو شمېر د اوبو تاسیسات بېرته فعال شي او د ځايي اوسېدونکو د اوبو اړوند ستونزې به هم راکمې شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا