بلخ کې د بڼوالۍ پراختیا لپاره پراخ اقدامات روان دي

د د بلخ ولایت د کرنې ریاست مسوولین وایي، په دې ولایت کې د بڼوالۍ د پراختیا او زرغونتیا د زیاتوالي لپاره پراخې هڅې روانې دي.

د یاد ریاست په وینا، په درې سوه هکټاره دولتي ځمکه یو لوی بڼ جوړ شوی چې تر ۱۵۰ زرو پورې بېلابېل بوټي پکې په طبیعي ډول کېنول شوي دي.

مسوولین زیاتوي، سږکال د یو شمېر همکارو بنسټونو په ملاتړ په ۳۰ هکټاره ځمکه د بادامو، زردالو او پستې ۱۶ زره نوي بوټي هم کېنول شوي دي.

د سرچینې په خبره، سربېره پر دې په نږدې ۲۳۰ جریبه ځمکه د بادامو، انګورو، زردالو او شفتالو نوي بڼونه هم جوړ شوي چې د بڼوالۍ د ودې او د کروندګرو د اقتصادي وضعیت د پیاوړتیا لپاره مهم ګام بلل کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا