بلخ کې د جعلکارۍ په تور شپږ کسان نیول شوي

د بلخ امنیې قوماندانۍ ویلي، په مزارشریف ښار کې یې د جعلکارۍ په تور شپږ کسان نیولي دي.

د خبرپاڼې له مخې، نیول شوي کسان به له بېلابېلو دوکانونو څخه توکي په ټیټه بیه اخیستل، وروسته به یې د جعلي بېلونو او اسنادو په جوړولو سره په لوړه بیه پلورل، چې له دې لارې یې د خلکو د مالي زیان سبب کېدل.

سرچینه زیاتوي، یاده شپږ کسیزه ډله د امنیتي ځواکونو له لوري د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ پېژندل شوې او د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوې ده.

د بلخ امنیې قوماندانۍ ټینګار کړی چې د اسلامي امارت امنیتي او عدلي بنسټونه د خلکو د حقونو د خوندیتوب، د قانون د حاکمیت او د اقتصادي نظام د شفافیت لپاره جدي هڅې کوي او هېچا ته به اجازه ورنه کړل شي چې د غیرقانوني کړنو له لارې د خلکو له حقونو ناوړه استفاده وکړي.

مسوولین همداراز وایي چې د ورته قضیو د مخنیوي لپاره به د څارنې او کنټرول بهیر لا پسې پیاوړی شي، څو په ټولنه کې امنیتي او اقتصادي ثبات ټینګ پاتې شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا