بلوڅ بېلتون‌پالو ادعا کړې: ګوادر کې یې له ۳۰ زیات پاکستاني سرتېري وژلي

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د بلوڅ ازادۍ پوځ (BLA) ادعا کړې چې د ګوادر ولسوالۍ د جیواني په سیمه کې یې د پاکستان د ساحلي ساتونکو پر یوه کمپ برید کړی دی.

د دغې ډلې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، په برید کې له ۳۰ څخه زیات پاکستاني امنیتي سرتېري وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه پاکستاني چارواکو د یادې ادعا په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او د مرګ‌ژوبلې ادعا شوې شمېره هم د خپلواکو سرچینو له خوا نه ده تأیید شوې.

بلوچستان له تېرو څو کلونو راهیسې د امنیتي پېښو او وسله‌والو بریدونو شاهد دی او وخت ناوخت پکې د پاکستاني امنیتي ځواکونو او وسله‌والو ډلو ترمنځ نښتې رامنځته کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا