بلوچستان کې پر امنیتي پوستې برید؛ ۹ پاکستاني پولیس وژل شوي

د پاکستاني چارواکو په وینا، د بلوچستان ایالت په یوه امنیتي پوسته د وسلهوال برید له امله نهه پولیس وژل شوي او یو شمېر نور نادرکه دي.
د راپورونو له مخې، برید د «منګي» بند د پروژې د امنیت د ساتنې پر پوستې شوی دی. یوه سیمهییز چارواکي ویلي، په وژل شویو کې د پولیسو لوړپوړي افسران هم شامل دي.
د بلوچستان حکومت د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې امنیتي ځواکونو د برید په اړه پلټنې پیل کړې دي. چارواکو د برید پړه پر وسلهوالو اسلامپالو ډلو اچولې، خو تر اوسه هېڅ ډلې د دې برید مسؤلیت نه دی منلی.

