جاوید بشارت خپل روسي سیال ته ماتې ورکړه

د افغانستان مبارز جاوید بشارت د «PFL» سازمان په سیالیو کې خپله لومړۍ مبارزه په بریا پای ته ورسوله او روسي سیال موسار ابراهیموف ته یې د داورانو په پرېکړه ماتې ورکړه.

دغه مبارزه یکشنبه سهار د امریکا په واشنګټن ډي‌سي ښار کې د ۶۱ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې ترسره شوه.

بشارت د سیالۍ تر پای وروسته د امتیازونو له مخې له خپل سیال مخکې شو او ګټونکی اعلان شو.

له دې بریا سره د بشارت مسلکي بریاوې ۱۶ ته ورسېدې، په داسې حال کې چې نوموړي په مسلکي کارنامه کې دوه ماتې هم لري.

بشارت تر دې وړاندې د «UFC» سازمان په سیالیو کې مبارزه کوله، خو په «PFL» کې یې حضور په بریا پیل کړ.

موسار ابراهیموف په روسیه کې زېږېدلی او د بلجیم تر بیرغ لاندې سیالۍ کوي.

نوموړي تر بشارت وړاندې په نهو مسلکي مبارزو کې اته بریاوې او یوه ماتې لرله، خو بشارت یې دویمه ماتې ور واړوله.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا