جرمني د ۴۸۸ افغانانو د ایستلو نوملړ سپارلی؛ ۲۷۰ یې بېجرمه دي

جرمني رسنیو راپور ورکړی چې حکومت یې د ۴۸۸ افغان کډوالو د ایستلو لپاره پولیسو ته د هغوی نوملړ سپارلی، چې له ډلې یې شاوخوا ۲۷۰ کسان هېڅ جرمي سابقه نه لري او پر کوم جرم هم نه دي تورن شوي.
راپورونه وايي، یاد افغانان د جولای له ۸مې تر سپټمبر ۱۸مې پورې پولیسو ته د ایستلو لپاره ورپېژندل شوي دي.
تر اوسه روښانه نه ده چې له دې ډلې څومره کسان له جرمني ایستل شوي دي.
د جرمني حکومت تر دې وړاندې ویلي وو چې افغانستان ته به یوازې هغه افغانان ولېږي چې جرمي سابقه ولري.
د ۴۸۸ کسانو د نوملړ د سپارلو په اړه د حکومت رسمي توضیحات لا نه دي خپاره شوي.

