جوزجان کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه تایید شوه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت خبر ورکړی چې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه کې د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه تایید شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، یاد مارکېټ به د شبرغان ښاروالۍ پر اړونده ځمکه د خصوصي سکټور له لوري د نږدې ۲۳ میلیونه افغانیو په پانګونه جوړ شي. ټاکل شوې ده چې دغه درې پوړیز مارکېټ ۵۴ دوکانونه ولري او د سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا ترڅنګ به د کارموندنې او اقتصادي ودې لپاره هم مناسب فرصتونه رامنځته کړي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په همدې غونډه کې د کابل ښار اوومې ناحیې اړوند د دارالامان سړک ته څېرمه پر ښاروالۍ پورې تړلې ځمکه کې د استوګنیز او سوداګریز کمپلکس د جوړولو طرحه هم وڅېړل شوه. یاده طرحه له تخنیکي او حقوقي ارزونې وروسته د لا زیاتو څېړنو لپاره اړوندو ادارو ته راجع شوې ده.

مسوولین وایي، د پانګونې دا ډول پروژې د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا، خصوصي سکټور د پیاوړتیا او ښاري خدمتونو د معیاري کېدو لپاره مهمې بلل کېږي او هڅه روانه ده چې په بېلابېلو ولایتونو کې د پانګونې لپاره لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا