جوزجان کې ۱۴.۵ جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوه

عدلیې وزارت خبر ورکړی چې د جوزجان ولایت په مرکز کې ۱۴ اعشاریه ۵ جریبه ځمکه تر حقوقي او اسنادي ارزونې وروسته، د شرعي محکمې په پرېکړه دولتي تثبیت شوې ده.
د وزارت په وینا، یاده ځمکه د جوزجان مرکز اړوند «جګدلک ککرتک جر کودي» سیمه کې موقعیت لري او دوسیه یې تر بشپړې څېړنې وروسته اړوندې اختصاصي محکمې ته سپارل شوې وه.
راپور زیاتوي چې محکمې د اسنادو، املاکي ثبتونو او اړوندو ادارو معلوماتو له ارزونې وروسته پرېکړه کړې چې ټوله یاده ځمکه دولتي ملکیت دی او باید د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او استرداد کمېسیون ته وسپارل شي.
عدلیې وزارت ټینګار کړی چې په ټول هېواد کې د دولتي ځمکو د تثبیت، استرداد او له غصب څخه د مخنیوي بهیر دوام لري او اړوندې ادارې د قانون له مخې د ځمکو قضیې څېړي او پرېکړې کوي.

