حسن اخوند: سفرونو ته مې مرستیالان ځي، زه دلته له کار کولو خوند اخلم

له بيبيسي پښتو سره په خبرو کې د اسلامي امارت رییسالوزرا ویلي، سفرونو او سیاحت ته یې خپل مرستیالان پرېښي او دی د خلکو خدمت او د هغوی د چارو ترسره کول خوښوي، که څه هم کار ډېر کوچنی وي.
نوموړي ویلي: «تر هغه چې کار نه وي بشپړ شوی، کور ته نه ځم.»
هغه زیاته کړې، له ماښام وروسته چې کور ته ولاړ شي، ساده ټلیفون له ځان سره ساتي او خپلو ملګرو ته یې ویلي چې په هر حالت کې ورسره اړیکه نیولی شي.
نوموړي همداراز ویلي، په ټول هېواد کې ملګري لري چې له بېلابېلو سیمو ورته معلومات رسوي او دی یې له اړوندو ادارو سره شریکوي او د تعقیب غوښتنه یې کوي.

