حنفي: هوښیار اوسئ، ملي یووالی وساتئ؛ خپلواکي د قربانیو په بیه ترلاسه شوې

مولوي عبدالسلام حنفي، د ریاستالوزرا اداري مرستیال، د افغانستان خپلواکۍ بېرته ترلاسه کولو د ۱۰۷مې کلیزې په مراسمو کې ویلي، افغان ولس له ډېرو قربانیو وروسته خپلواکي ترلاسه کړې او باید ارزښت یې وساتل شي.
حنفي پر ملي یووالي ټینګار کړی او له هېوادوالو یې غوښتي چې له هغو کړنو ډډه وکړي چې د تفرقې او نفاق لامل کېږي.
هغه ویلي، اسلامي امارت منظم امنیتي، دفاعي او استخباراتي ځواکونه لري چې د هېواد په ټولو سیمو کې فعالیت کوي او په هر ډول شرایطو کې د اسلامي نظام دفاع ته چمتو دي.
نوموړي زیاته کړې، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لا پیاوړتیا، روزنې او عصري امکاناتو سمبالولو لپاره به هڅې روانې وي.

