خلیلزاد: افغان-ټرانس دهلېز د سیمې د اقتصادي اتصال مهم فرصت دی

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې افغان-ټرانس دهلېز به منځنۍ اسیا د افغانستان له لارې له سویلي اسیا، عربي سمندر، فارس خلیج او هند سمندر سره ونښلوي.
نوموړي د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د دغه دهلېز د ملاتړ او مشرتابه له امله ستایلی او ویلي یې دي چې دا پروژه د سیمې د اقتصادي ودې او ثبات لپاره مهم فرصتونه رامنځته کولی شي.
خلیلزاد ټینګار کړی چې د سیمهییزو اړیکو پراختیا او د ترانزیټي لارو فعالول کولای شي د هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکاري پیاوړې کړي او د سوداګرۍ لپاره نوي فرصتونه برابر کړي.

