خلیل‌زاد: د ترمذ ناسته د سیمه‌ییزو همکاریو لپاره مهم فرصت دی

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمی خلیل‌زاد ویلي، د ترمذ ناسته له افغانستان سره د سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا او د ګډو اقتصادي او ټرانزیټي اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم فرصت ګڼل کېږي.

نوموړي د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ پر سیمه‌ییز اتصال ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د ټرانسپورټ، انرژۍ او مخابراتو په برخو کې د همکاریو پراختیا کولی شي د سیمې د هېوادونو اقتصادي وده، ثبات او هوساینه لا پیاوړې کړي.

خلیل‌زاد د ازبکستان په کوربه‌توب د ترمذ ناستې اهمیت ته په اشارې ویلي، دغه غونډه د افغانستان، ازبکستان او پاکستان ترمنځ د درې‌اړخیزو همکاریو د پراختیا او د اقتصادي او ټرانزیټي پروژو د پرمختګ لپاره مناسبه زمینه برابروي.

د هغه په وینا، د سیمه‌ییزو همکاریو پیاوړتیا به د سوداګرۍ، ترانزیټ او اقتصادي اړیکو د پراخېدو ترڅنګ د سیمې د هېوادونو ترمنځ همغږي زیاته او د مثبتو بدلونونو لپاره به نوي فرصتونه رامنځته کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا