خلیلزاد: د کابل د خپلواکۍ ورځې پخواني مراسم مې لا هم په یاد دي

زلمي خلیلزاد، د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، د افغانستان خپلواکۍ بېرته ترلاسه کولو ۱۰۷مه کلیزه یاده کړې او ویلي یې دي چې د خپلې ځوانۍ پر مهال یې په کابل کې د خپلواکۍ ورځې مراسم په یاد دي.
خلیلزاد په خپله اېکسپاڼه کې افغانستان ته د خپلواکۍ ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت مبارکي ویلې او هېواد ته یې د روښانه او غوره راتلونکي هیله څرګنده کړې ده.

