خوست کې د امریکا راستون شوی پخوانی سرتېری د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوی

د اسلامي امارت د خوست امنیې قوماندانۍ ویلي، هغه پخوانی سرتېری چې له امریکا تر راستنېدو وروسته په خوست ښار کې وژل شوی، د شخصي دښمنۍ قرباني شوی او د دې پېښې په اړه په خواله رسنیو کې خپرې شوې سیاسي ادعاوې حقیقت نه لري.
د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، ننګیالی، چې د پخواني حکومت د ځانګړو ځواکونو غړی و، تېره ورځ د خوست ښار د ۱۲۰۰ فامیلیو سیمې اړوند د ابدالي روغتون مخې ته د تومانچې په ډزو وژل شوی دی.
د معلوماتو له مخې، نوموړی د خوست مرکز متون ولسوالۍ د خبشخېلو سیمې اوسېدونکی و او د یوه ناروغ د پوښتنې لپاره روغتون ته ورغلی و، چې د شخصي دښمنۍ له امله پرې وسلهوال برید وشو او خپل ژوند یې له لاسه ورکړ.
امنیې قوماندانۍ ویلي، ننګیالی د پخواني نظام له سقوط وروسته امریکا ته تللی و او شاوخوا لس ورځې وړاندې بېرته هېواد ته راستون شوی و. د خبرپاڼې له مخې، د هغه یو ورور هم د جمهوریت پر مهال د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوی و.
سرچینې ټینګار کړی چې د پېښې په تړاو په خواله رسنیو کې خپرې شوې هغه ادعاوې، چې هڅه کوي موضوع ته سیاسي بڼه ورکړي، ناسمې او بېبنسټه دي.
امنیې قوماندانۍ زیاته کړې چې امنیتي او کشفي ارګانونه د پېښې د هر اړخیزې څېړنې، د عاملینو د پېژندنې او نیولو لپاره خپلې هڅې په جدي ډول روانې ساتي.

