خوست کې د بدر ۵۰ بستریز روغتون پرانیستل شو؛ حقاني د روغتیايي خدمتونو د کیفیت غوښتنه وکړه

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني په خوست کې د «بدر» په نوم د ۵۰ بستریز روغتون د پرانیستې پر مهال له روغتیايي بنسټونو وغوښتل چې د خدمتونو کیفیت لوړ او د خلکو باور ترلاسه کړي.

یاد روغتون د یوه ترکي سوداګر په شاوخوا یو میلیون امریکايي ډالرو پانګونه جوړ شوی او د خوست ښار لوېدیځ لوري، د حلقوي سړک پر غاړه موقعیت لري.

د روغتون مسوولین وایي، په اوو برخو کې به ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي او په ټولو خدمتونو کې به ۵۰ سلنه تخفیف وي.

حقاني وویل، یو شمېر افغانان پر کورنیو روغتیايي مرکزونو د باور کمښت له امله ان د عادي ناروغیو لپاره هم بهرنیو هېوادونو ته ځي.

هغه له ډاکټرانو وغوښتل چې د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړ کړي او د خلکو باور ترلاسه کولو لپاره اغېزمنې هڅې وکړي.

نوموړي زیاته کړه، افغانستان له اوږدو ستونزو وروسته د بیارغونې پر لوري روان دی او افغانان باید په روغتیا، اقتصاد، صنعت او نورو برخو کې د ځان‌بسیاینې لپاره هڅې وکړي.

حقاني همداراز له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې بشري او خیریه مرستې له سیاسي مسایلو جلا وساتي او د افغانستان روغتیا، پوهنې او نورو اړینو برخو ته لا ډېره پاملرنه وکړي.

هغه وویل، افغانان له نړۍ سره د دښمنۍ پر ځای متقابل احترام او همکاري غواړي او نړۍوال باید د افغانستان د بیارغونې او بشري چارو ملاتړ ته پاملرنه زیاته کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا