خوست کې د جهادي اثارو د ساتنې لپاره موزیم جوړېږي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي چې په خوست ولایت کې د عمومي موزیم لپاره نوې ودانۍ او د جهادي اثارو د ساتنې لپاره ځانګړی موزیم جوړېږي.
د یاد وزارت په وینا، د خوست د عمومي موزیم لپاره چې اوسمهال د اطلاعاتو او کلتور ریاست په ودانۍ کې فعالیت کوي، لس جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده. همدارنګه د جهادي اثارو د ساتنې لپاره پنځه جریبه ځمکه د بیرغ غونډۍ په سیمه کې په پام کې نیول شوې ده.
سرچینې زیاتوي چې د ځانګړې شوې ځمکې ارزونه تازه د یو ګډ تخنیکي پلاوي له لوري ترسره شوې ده، څو د ودانیزو چارو لپاره لازمې زمینې برابرې شي.
مسوولین وایي چې د دې پروژو له بشپړېدو سره به په خوست کې د تاریخي او فرهنګي اثارو د ساتنې او نندارې لپاره معیاري امکانات برابر شي.

