خوست کې د ګاز ډبې چاودنه؛ یو کس مړ او دوه ټپیان شوي

نن سهار شاوخوا پنځه بجې د خوست ښار د لکڼو بازار کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله اورلګېدنه رامنځته شوې، چې په پایله کې یو کس ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د خوست د والي ویاند مستغفر ګربز ویلي، د پېښې له رامنځته کېدو سره سم د خوست امنیه قومندانۍ د اور وژنې ډلې سیمې ته رسېدلي او اور یې په بشپړ ډول مهار کړی، چې په دې سره د لا پراخو ځاني او مالي زیانونو مخه نیول شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، د اورلګېدنې له امله شاوخوا یو لک او پنځوس زره افغانۍ مالي زیان اوښتی، خو د اور وژنې د چټکو هڅو له کبله د شاوخوا یو میلیون افغانیو د احتمالي زیان مخه هم نیول شوې ده.
د ګربز په وینا، د پېښې له ځایه د وژل شوي کس جسد او ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د هغوی د درملنې بهیر روان دی.

