دفاع وزارت: د هوايي او هوايي مدافعې پوهنتون د محصلینو د جذب بهیر پیل شو

د ملي دفاع وزارت اعلان کړی چې د هوايي او هوايي مدافعې پوهنتون د روان ښوونیز کال لپاره د دولسمو ټولګیو او د حضرت سعید بن ابي وقاص (رض) حربي ښوونځي فارغان په بېلابېلو مسلکي او نظامي څانګو کې جذبوي.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، نوماندان باید د ۱۸ او ۲۴ کلونو ترمنځ عمر ولري، مجرد وي، بشپړه روغتیا ولري او پر نشهیي توکو روږدي نه وي. همداراز د جنايي او نورو قانوني محدودیتونو څخه پاکه سابقه لرل هم د نوماندۍ له اساسي شرایطو څخه ګڼل شوي دي.
سرچینې ویلي، د مسلکي ښوونځیو د فارغانو اسناد باید د اړوندو ولایتونو د پوهنې ریاستونو له لوري او د حضرت سعید بن ابي وقاص (رض) حربي ښوونځي د فارغانو اسناد د یاد ښوونځي له خوا تایید شوي وي.
د خبرتیا له مخې، داوطلبان کولای شي د غبرګولي میاشتې له ۵مې تر ۳۰مې نېټې پورې د تابعیت اصلي تذکرې او څلورو قطعي انځورونو په لرلو سره د خپلو ولایتونو د جلب او جذب کمېساریو ته مراجعه وکړي او د کانکور ازموینې د ګډون فورمې ترلاسه کړي.
د ملي دفاع وزارت ټینګار کړی چې د جذب دغه بهیر د هېواد د هوايي ځواک او هوايي مدافعې برخو لپاره د مسلکي او وړ کدرونو د روزنې او چمتو کولو په موخه ترسره کېږي.

