دوشي ـ بامیان سړک د رغونې چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوې

د ټولګټو وزیر، مولوي محمد عیسی ثاني، د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ د دوشي ـ بامیان سړک او میدان وردګ ـ جلریز پروژو له روانو چارو لیدنه کړې او د کار د چټکتیا او کیفیت د ښه والي لپاره یې اړوندو ټیمونو ته لازمې سپارښتنې کړې دي.
د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې، دوشي ـ بامیان سړک ۱۵۲ کیلومتره اوږدوالی لري او د بامیان ولایت له دوآب بلوله سیمې څخه تر بغلان ولایت دوشي ولسوالۍ پورې غځېدلی دی. یاده پروژه د ۵۴۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ قرارداد شوې ده.
سرچینه وایي، تر دې مهاله د سړک د ۹۰ کیلومتره برخې د پراخولو، پرکارۍ او کټنګ چارې بشپړې شوې چې د پروژې شاوخوا ۶۰ سلنه برخه جوړوي.
ښاغلي ثاني د پروژې د تطبیق پر کیفیت ټینګار کړی او له قراردادي شرکتونو یې غوښتي چې چارې په ټاکلي وخت او لوړ معیار بشپړې کړي، څو د سیمې خلکو ته د خوندي او اسانه تګ راتګ زمینه برابره شي.

