د آریانا افغان یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده

نن دوشنبه د آریانا افغان هوايي شرکت یوه کارګو بوینګ ۷۳۷-۳۰۰ الوتکه کابل نړیوال هوايي ډګر ته ورسېده.

آریانا افغان هوايي شرکت ویلي، دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې او په هره الوتنه کې د شاوخوا ۱۷ ټنه بار لېږد وړتیا لري.

شرکت زیاته کړې، د الوتکې د کارونې لپاره یې له متحده عربي اماراتو مېشت «ایر چارتر اکسپرس» شرکت سره یو کلن تړون لاسلیک کړی دی.

د آریانا افغان هوايي شرکت رییس بخت‌الرحمن شرافت ویلي، دوی د هوا له لارې بار وړلو خدمتونو پراختیا، صادراتو زیاتوالي او د افغانستان سوداګرۍ پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.

د هغه په وینا، د دغو خدمتونو له پیل سره به افغان سوداګر وکولای شي خپل محصولات په مناسب لګښت او لنډ وخت کې بهرنیو بازارونو ته ولېږدوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا