د آریانا افغان یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده

نن دوشنبه د آریانا افغان هوايي شرکت یوه کارګو بوینګ ۷۳۷-۳۰۰ الوتکه کابل نړیوال هوايي ډګر ته ورسېده.
آریانا افغان هوايي شرکت ویلي، دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې او په هره الوتنه کې د شاوخوا ۱۷ ټنه بار لېږد وړتیا لري.
شرکت زیاته کړې، د الوتکې د کارونې لپاره یې له متحده عربي اماراتو مېشت «ایر چارتر اکسپرس» شرکت سره یو کلن تړون لاسلیک کړی دی.
د آریانا افغان هوايي شرکت رییس بختالرحمن شرافت ویلي، دوی د هوا له لارې بار وړلو خدمتونو پراختیا، صادراتو زیاتوالي او د افغانستان سوداګرۍ پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.
د هغه په وینا، د دغو خدمتونو له پیل سره به افغان سوداګر وکولای شي خپل محصولات په مناسب لګښت او لنډ وخت کې بهرنیو بازارونو ته ولېږدوي.

