د افغانستان اوسپنې پټلۍ عمومي رئیس په کابل کې د ایران له سفیر سره وکتل

د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس مولوي عبدالکریم فاتح په کابل کې د ایران له سفیر علیرضا بیکدلي سره لیدلي او دواړو لورو د اوسپنې پټلۍ په برخه کې پر همکاریو او یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي.
د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حقشناس په اېکسپاڼه کې ویلي، بیکدلي په دې لیدنه کې څرګنده کړې چې یو شمېر ایراني او بهرني پانګهوال د بلخ ـ هرات اوسپنې پټلۍ په پروژه کې پانګونې ته لېوالتیا لري.
د هغه په وینا، اوس مهال هره میاشت شاوخوا ۱۲۰ زره مټریک ټنه مالونه د خواف ـ هرات اوسپنې پټلۍ له لارې لېږدول کېږي او هڅې روانې دي چې دغه کچه ۱۶۰ زره مټریک ټنو ته لوړه شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي عبدالکریم فاتح د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د ایران له همکاریو مننه کړې او ویلي یې دي چې افغانستان کې کورنیو او بهرنیو پانګهوالو ته د پانګونې مناسب شرایط برابر شوي دي.
هغه زیاته کړې چې د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره چمتو ده، په دې برخه کې د بهرنیو پانګهوالو ملاتړ وکړي او د پانګونې زمینه ورته برابره کړي.
په پای کې دواړو لورو د اقتصادي اړیکو، سوداګرۍ او زیربنایي پروژو په برخو کې د افغانستان او ایران ترمنځ پر دوامدارې همکارۍ ټینګار کړی دی.

