د افغانستان او ګامبیا ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې

په دوحه کې د اسلامي امارت سفیر محمد سهیل شاهین د افغانستان لپاره د ګامبیا له سفیر عمر جاهد سره لیدلي او پر دوه‌اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو، پانګونې او سوداګریزو فرصتونو خبرې کړې دي.

په قطر کې د اسلامي امارت سفارت ویلي، په دې کتنه کې په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د موجودو فرصتونو پر ارزونه هم بحث شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، ګامبیا په دې وروستیو کې عمر جاهد د افغانستان لپاره خپل سفیر ټاکلی دی.

بلخوا، په تهران کې د اسلامي امارت سرپرست سفیر فضل‌محمد حقاني د سړک او ترانسپورټ خیرخواهانو ټولنې له اجرائیه رییس حسین میرشفیع او یوه قطري شرکت له اجرائیه رییس سید حُقي سره کتلي دي.

د سفارت په وینا، په دې لیدنه کې د ترانزیټ په برخه کې د پانګونې، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د پراختیا او د همکاریو د پراخولو په اړه خبرې شوې دي.

دواړو لوریو په دې برخو کې د پانګونې پر جلبولو هم ټینګار کړی دی.

اسلامي امارت تر اوسه یوازې له روسیې سره د رسمي پېژندنې اړیکه لري، خو په بېلابېلو هېوادونو کې یې سرپرست سفیران له بهرنیو چارواکو او استازو سره ناستې او لیدنې ترسره کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا