د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه

نن چهارشنبه، د زمري ۲۸مه، چې د ۲۰۲۶ کال له اګست ۱۹مې سره سمون لري، افغانستان له بریتانوي استعمار څخه د خپلې خپلواکۍ بېرته ترلاسه کولو ۱۰۷مه کلیزه نمانځي.
افغانستان ۱۰۷ کاله وړاندې، په ۱۹۱۹ میلادي کال کې، د افغان ـ انګلیس درېیمې جګړې په پایله کې له بریتانیا سره له جګړې وروسته په بهرنیو چارو کې خپله بشپړه خپلواکي بېرته ترلاسه کړه.
د زمري ۲۸مه هر کال د افغانستان د خپلواکۍ ورځې په توګه نمانځل کېږي او په همدې مناسبت نن په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان شوې ده.

