د افغانستان پخوانی کرکټر شاپور ځدراڼ په هند کې وفات شو

د طلوع‌نیوز د راپور له مخې، د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی چټک توپ اچوونکی، شاپور ځدراڼ، په هند کې د ورپېښې ناروغۍ له امله تېره شپه وفات شوی دی.

د راپور له مخې، نوموړی له څه مودې راهیسې تر درملنې لاندې و، خو د ناروغۍ له امله یې ژوند له لاسه ورکړ.

تر اوسه هېواد ته د هغه د جنازې د لېږد او د تدفین د مراسمو د ترسره کېدو د نېټې او نورو جزئیاتو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا