د افغان حاجیانو د بېرته راستنېدو بهیر پیل شوی

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي چې د ترتیب شوي پلان او مهالوېش له مخې د حج مناسکو له اداء کولو وروسته هېواد ته د افغان حاجیانو د بېرته راستنېدو بهیر پیل شوی دی.

یاد وزارت په اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې د پلان له مخې به ټول ۳۰ زره افغان حاجیان په دوو پړاوونو کې په منظم او مرحله‌وار ډول د هېواد څلورو هوايي زونونو ته انتقال شي.

د خبر له مخې، په لومړي پړاو کې به شاوخوا نیمایي حاجیان د جدې له نړیوال هوايي ډګر څخه هېواد ته راستانه شي، هغه کسان چې د حج د سفر په پیل کې له افغانستان څخه مستقیم مدینې منورې ته لېږدول شوي وو.

په دوهم پړاو کې به پاتې حاجیان، چې د هېواد له هوايي زونونو څخه د جدې له لارې مستقیم مکې مکرمې ته رسېدلي وو، لومړی مدینې منورې ته انتقال شي څو د نبوي حرم شریف کې د څلوېښتو لمونځونو د ادا کولو او د مقدسو اماکنو د زیارت فرصت ترلاسه کړي، او وروسته به د مهالوېش له مخې د هېواد اړوندو هوايي زونونو ته ستانه کړل شي.

یاد وزارت همداراز وایي چې د بېرته راستنېدو په لومړي پړاو کې نن د کابل پر وخت سهار ۹:۵۰ بجې ۳۴۶ حاجیان د کام ایر هوايي شرکت په لومړنۍ الوتنه کې د جدې له هوايي ډګر څخه کابل ته رسېدلي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا