د افغان پلاوي او اروپايي ټولنې ترمنځ د قونسلګریزو خدمتونو او باور جوړونې په اړه خبرې وشوې

د معتبرو سرچینو د معلوماتو له مخې، د اروپايي ټولنې په بلنه یو افغان پلاوی بروکسل ته سفر کړی او هلته یې د اروپايي ټولنې له استازو سره پر یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.
راپورونه وایي، په دغو لیدنو کې په اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو ته د قونسلګریزو خدمتونو پر پراختیا، د باور جوړونې پر هڅو، د قونسلګریزو اسانتیاوو پر پیاوړتیا او د افغانانو د باعزته بېرته ستنېدو پر بهیر بحث شوی دی.
یاد پلاوی د بهرنیو چارو وزارت د ویاند او د اروپا چارو د رییس په مشرۍ بروکسل ته تللی و او د کورنیو چارو وزارت استازي هم ورسره ملتیا کوله.
سرچینې دغه خبرې رغنده بللې او هیله یې څرګنده کړې چې دا به د اروپايي هېوادونو او افغانستان ترمنځ د تعامل د پراختیا او په اروپا کې د افغانانو د قونسلګریزو حقونو د خوندي کېدو لپاره مثبتې پایلې ولري.
دا لومړی ځل بلل کېږي چې د اسلامي امارت یو پلاوی د اروپايي ټولنې په رسمي بلنه بروکسل ته سفر کوي او له اروپايي استازو سره مخامخ خبرې ترسره کوي.

