د امارتي ښاري اوبو رسولو شرکت ۶۵۰ زره هېوادوالو ته د پاکو اوبو د لاسرسي زمینه برابره کړه

د امارتي د ښاري اوبو رسولو او فاضله اوبو شرکت ویلي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د ۱۴۰۵ کال تر پیله پورې په ټول هېواد کې ۶۵۰ زره نورو هېوادوالو ته د پاکو او صحي اوبو د لاسرسي زمینه برابره شوې ده.

د شرکت د چارواکو په وینا، اوس مهال په ټول هېواد کې له درې میلیونه او ۳۰۰ زره څخه ډېرو هېوادوالو ته د څښاک پاکې اوبه رسېږي.

هغوی وایي، دا پرمختګ د اوبو رسولو شبکو د پراخېدو، د بنسټیزو پروژو د پلي کېدو، د اوبو د تولید او زېرمه کولو د ظرفیت د لوړولو او د اوبو د تصفیې او وېش د بهیر د ښه کېدو له امله رامنځته شوی دی.

د شرکت په وینا، د خدمتونو د لا ښه والي لپاره د مشترکینو د جغرافیایي موقعیت د ثبت سیستم هم فعال شوی دی.

د دغه سیستم له لارې د اوبو له شبکو د ناقانونه استفادې مخه نیول کېږي، د مشترکینو موقعیت په اسانۍ معلومېږي، د مېټرونو لوستل په دقیق ډول ترسره کېږي او د اوبو بیلونه پر خپل وخت وېشل کېږي.

چارواکي وایي، د اوبو رسولو د شبکو د پراختیا پروژې لا هم په بېلابېلو سیمو کې روانې دي او هڅې دوام لري چې د خدمتونو کچه نوره هم لوړه شي، څو لا ډېر هېوادوال پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی ومومي.

د شرکت د مسوولانو په خبره، د دغو پروژو پلي کېدل د عامه خدمتونو د ښه کېدو ترڅنګ د خلکو د ژوند د کیفیت په لوړولو او د روغتیايي وضعیت په ښه والي کې هم مهمه ونډه لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا