د امریکا په لوی اسلامي مرکز کې ډزو پنځه کسان وژلي

د امریکا د کالیفورنیا ایالت په سانډیګو ښار کې پر یوه اسلامي مرکز د ډزو پېښه کې د دوو بریدګرو په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، پېښه تېره ورځ د سانډیګو په هغه اسلامي مرکز کې شوې چې د سیمې له لویو جوماتونو څخه ګڼل کېږي.
راپورونه وایي، دوو تنکیو ځوانانو پر جومات ډزې کړې چې له امله یې یو امنیتي ساتونکی او دوه نور کسان وژل شوي دي.
د سانډیګو د اسلامي مرکز امام او مشر دغه برید «ټکان ورکوونکی» بللی او ویلي یې دي چې پر جومات برید د اندېښنې وړ او د نه منلو وړ عمل دی.
پولیسو ویلي، بریدګر چې عمرونه یې ۱۷ او ۱۸ کاله وو، له پېښې وروسته په یوه موټر کې موندل شوي او داسې ښکاري چې ځانونه یې په ډزو وژلي دي.
د سانډیګو د پولیسو مشر سکاټ وال ویلي، FBI او سیمهییز امنیتي ارګانونه د پېښې د انګېزې او څرنګوالي په اړه پلټنې کوي، خو تر اوسه د برید اصلي علت نه دی روښانه شوی.




