د اوبو رسولو شرکت: کابل او ولایتونه د اوبو له جدي کمښت سره مخ دي

د دولتي اوبو رسولو او ښاري فاضلابو شرکت اجرائیه رئیس مولوي غلامالرحمن کظیم وايي، کابل او د هېواد یو شمېر ولایتونه د ځمکې لاندې اوبو کچې له جدي کمښت سره مخ دي.
نوموړي له خلکو غوښتي چې د اوبو په مصرف کې سپما وکړي او د اوبو سرچینو ساتنې ته پاملرنه وکړي.
کظیم دا څرګندونې د اوبو لېږد یوې سترې شبکې پروژې پرانیستې مراسمو کې کړې دي.
هغه ویلي، اسلامي امارت په ځانګړي ډول کابل کې د ځمکې لاندې اوبو کچې کمېدو ستونزې ته پام کړی او د ارزونې او حل لپاره یې کمېټه ټاکلې ده.
په همدې مراسمو کې د امارتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي احمدجان بلال ویلي، د اوبو کمښت مخنیوي لپاره طرحه جوړه شوې چې له مخې به یې کابل ته د پنجشېر سیند اوبه ولېږدول شي، له شاه او عروس بند څخه به اوبه انتقال شي او له شاهتوت بند جوړېدو وروسته به کابل کې د اوبو رسولو منظم سیستم رامنځته شي.
د مرسي کورپس موندنې ښيي چې تېره لسیزه کې چټک ښاري کېدو او اقلیمي بدلونونو کابل کې د ځمکې لاندې اوبو کچه تر ۳۰ مترو پورې ټیټه کړې ده.
دغه بنسټ وايي، د کابل ښار نږدې نیمايي هغه څاهګانې وچې شوې چې د اوسېدونکو لپاره د څښاک اوبو له مهمو سرچینو ګڼل کېدې.
کارپوهان هم خبرداری ورکوي چې که د ځمکې لاندې اوبو کچې کمېدو مخه ونه نیول شي، کابل ښايي په راتلونکو کلونو کې له جدي اوبو کمښت سره مخ شي.

